د لبنان روغتیا وزارت وایي چې د دغه هېواد پر بېلابېلو سیمو د اسرائیلي په تازه بریدونو کې ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۷ نور ټپيان دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا بریدونه پرون د لبنان په سویل کې شوي او په وژلشویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
اسرائیلو دا بریدونه داسې مهال روان ساتلي چې له لبنان سره یې اوربند غځولی هم دی.
د راپورونو له مخې چې له پرون راهیسې د اسرائیلو د بریدونو له امله ګڼشمېر کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته هم اړ شوي دي.
په ورته مهال د ملګرو ملتونو په ګډون د یو شمېر چارواکو مشرانو له اسرائیلو غوښتي چې پر لبنان بریدونه ودروي او د اوربند هوکړې ته ژمن اوسي.
بلخوا د لبنان حزب الله ویلي چې دوی به د اسرائیلو بریدونو ته بېساری ځواب ورکړي.
څو ورځې مخکې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د لبنان او اسرائیلو ترمنځ اوربند غځول شوی دی.
د یادولو ده چې د لبنان او اسرائیلو ترمنځ پر اوربند مذاکرات په امریکا کې وشول او دواړو لوریو په لنډمهالي اوربند هوکړه وکړه.


