په مسکو کې د ایران سفیر اعلان کړی، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي به د دوشنبې په ورځ مسکو ته سفر وکړي ترڅو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د وروستیو سیمهییزو بدلونونو، مذاکراتو او د اوربند په اړه خبرې وکړي.
د روسیې لپاره د ایران سفیر کاظم جلالي د دې سفر تایید وکړ چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر به د روسیې له چارواکو سره د خپلې کتنې په ترڅ کې د وروستیو خبرو اترو او اوسنیو بدلونونو په اړه راپور وړاندې کړي. د هغه په وینا، دا مشورې د تهران د ډیپلوماټیکو هڅو یوه برخه ده چې له مسکو سره په مهمو سیمهییزو مسلو کې همغږي وکړي.
دا لیدنه په داسې حال کې کیږي چې عراقچي په دې وروستیو ورځو کې د سیمهییز سفر په توګه د څو هېوادونو ترمنځ سفر کړی دی. هغه لومړی له پاکستان څخه عمان ته لاړ او د هغه هیواد له چارواکو سره له لیدنې وروسته اسلاماباد ته راستون شو.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم اعلان کړی چې دا حرکتونه د یوې پراخې “ډیپلوماټیکې سفر” برخه ده چې موخه یې په سیمهییزه کچه سیاسي خبرې اترې او مشورې تعقیبول دي.
ایران او روسیه په وروستیو کلونو کې په سیاسي او سیمهییزو برخو کې ډېر نږدې همکاري کوي. د دواړو هېوادونو د لوړ پوړو چارواکو سفرونه معمولا د سیمهییزو بحرانونو او ډیپلوماتیکو پروسو همغږي کول وي، دا یوه مسله ده چې په اوسني وضعیت او په سیمه کې د روانو حساسو بدلونونو سره نوره هم مهمه شوې ده.



