د نفت او ګازو دولتي شرکت وایي چې یاد شرکت په حیرتان بندر کې د کابل بانک نمبر (۲) ذخایرو د بیارغونې پروژه پیل کړې او له ۱۷ کلن ځنډ وروسته به هېواد کې د نفتي ذخایرو ۴۰ زره ټنه ظرفیت بیا فعال شي.
د دغه شرکت د خبرپاڼې له مخې چې یادو ذخایرو ټولیز ظرفیت ۶۰ زره ټنه دی، اوسمهال ترې شاوخوا ۲۰ زره ټنه استفاده کېږي او هڅې روانې دي څو پاتې ۴۰ زره ټنه ظرفیت هم بشپړ فعال شي.
سرچینې لیکلي: “یاد ذخایر له ۱۷ کلونو راهیسې غیرفعال پاتې وو چې د بیارغونې چارې د حیرتان بندر نفت او ګاز ریاست تر څارنې لاندې په منظم ډول روانې دي”
د نفت او ګازو دولتي شرکت په اېکسپاڼه همداراز لیکل شوي چې په راتلونکو پړاوونو کې به ټول ظرفیت فعال شي، او همداراز یادو ذخایرو ته د واګونونو د رسېدو لپاره د ریل پټلۍ اړوند اسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
د مسوولینو په وینا چې د دغو ذخایرو بیا فعالېدل به د انرژۍ سکتور په پیاوړتیا، د ذخایرو ظرفیت لوړونې او د بېړنیو حالاتو پر مهال د اړتیاوو په پوره کولو کې مهم رول ولري.


