Thursday Jan 18, 2018

د محمد شهزاد پر خلاف د تورونو په اړه د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه

نوشته شده توسط khaama - Thu Dec 07 2017, 1:19 pm

د کرکټ نړیوالې شورا نن د افغان کرکټ ملي لوبغاړی محمد شهزاد پر وړاندې د تورونو په هکله خپل پریکړه اعلان کړه.

پر محمد شهزاد تور و چې نوموړی د ډوپینګ یا له ممنوعه درملو څخه د استعمال په وسیله هڅه کوي ترڅو خپل وړتیاوې لوړي کړي.

په همدې حال کې د کرکټ نړیوالې شورا په یوه بیان کې لیکلي، چې د محمد شهزاد پر وړاندې دغه تورونه ثابت شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې محمد شهزاد د روان کال له پیل څخه د دوه لس میاشتو لپاره نشی کولي د کرکټ په لوبو کې ونډه واخلي.

د کرکټ د نړیوالې شورا په وینا، دمحمد شهزاد له خوا د روان کال د جنوري په ۱۷ مه نیټه کې ادرار (پیشاب) سمپل یا نمونې اخیستل شوی وه.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د ښاغلي شهزاد په معایناتو کې د clenbuterol په نامه یو ډول کیمیاوې ماده لیدل شوی چې د کرکټ د نړیوالې شورا د مقرراتو پر اساس استعمال یې غیرقانوني ګڼل کیږي.

د کرکټ نړیوالې شورا وایي محمد شهزاد د درملې د استعمال په اړه اعتراف هم کړی دی او په دې خاطر د نوموړی دنده د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنوري تر ۱۷ مه نیټه ځنډول شوې ده.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید