خانهافغانستانابو نصر فراهي بندر کې یوه محموله کم‌کیفیته بټرۍ مسترد شوي

ابو نصر فراهي بندر کې یوه محموله کم‌کیفیته بټرۍ مسترد شوي

د معیار او کیفیت اداره وایي چې په ابو نصر فراهي بندر کې یې ۲۴٫۶ ټنه کم‌کیفیته بټرۍ بېرته صادروونکي هېواد ته ور ګرځولې دي. 

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې دا بټرۍ د معیار او کیفیت امریت تخنیکي کارکوونکو د ودانیزو توکو د ارزونې پرمهال مسترد کړې دي.

د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په شفافه، منظمه او قاطع توګه دوام لري او د هغو بې‌کیفیته او غیرمعیاري توکو د واردېدو پر وړاندې هیڅ ډول نرمښت نه ښودل کېږي.

دې ادارې مخکې هم بېلابېل کم‌کیفیته او هغه توکي بېرته مسترد کړي چې له کورنیو معیارونو سره یې مطابقت نه درلود او له ټولو سوداګرو یې غوښتي وو چې هېواد ته باکیفیته توکي وارد کړي.

بلخوا یو شمېر هېوادوال د معیار او کیفیت ادارې له دې اقدام هرکلی کوي او ټینګار کوي چې باید هېواد ته د هر ډول بې‌کیفیته توکو د رالېږد مخنیوی وشي.  

د یادولو ده چې لا هم د هېواد په ډېرو سیمو کې د بې‌کیفیته نفتي توکو له پلور څخه شکایتونه کېږي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه