Friday Jan 19, 2018

د طالبانو نومول شوی ولسوال او د بند خونې مسوول ووژل شول

نوشته شده توسط khaama - Thu Dec 07 2017, 11:16 am

په ختیځ ننګرهار ولایت کې د وسله والو طالبانو له خوا د حصارک لپاره نومول شوی ولسوالی، بند خونې مسوول او یو شمېر نور وسله وال وژل شوي.

د ننګرهار ولایت مقام په یوه بیان کې لیکلي، چې د حصارک ولسوالۍ لپاره د تش په نوم نومول شوي ولسوال په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول .

خبرپاڼه زیاتوي، چې د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ په دواب او اب زنګانۍ سیمو کې تېره شپه ځآنګړو ځواکونو عملیات ترسره کړي،چې په ترڅ کې د یادې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو له لورې د تش په نوم نومول شوي ولسوال عبدالحسن،چې مشهور په عاجز دی وژل شوی دی .

خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې عملیاتو پر مهال د نومول شوي ولسوال سربېره د یادې ولسوالۍ لپاره تش په نوم نومول شوي د بند خونې مسؤل نبي مشهور په غورځنګ،د پوهنې لپاره ټآکل شوی مسؤل یار محمد مشهور په حقیاراو د دې ډلې یو سرګروپ صدیق الله په ګډون ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي دي .

د ولایت مقام په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو هغه سیمې هم تخریب شوي،چې د ګمرک په نوم یې ترې استفاده کوله .

ځایي چارواکي وایي، په دې عملیاتو کې ځآنګړو ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زیان ندی اوښتی .

د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید