خانهافغانستانله تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې د ورښت او سېلابونو له امله ۲۲...

له تېرو ۴۸ ساعتونو راهیسې د ورښت او سېلابونو له امله ۲۲ هېوادوالو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

هېواد کې د پرله‌پسې ورښتونو په دوام، د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویلي چې په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۱۳ کسان مړه او ۹ نور ټپيان شوي دي.

د دې ادارې ویاند، حافظ محمد یوسف حماد ویلي دا کسان په کابل، بامیان، پکتیا، غور، بادغیس، بلخ، سمنګان، سرپل، جوزجان او بغلان ولایتونو د ورښت، سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله مړه او ټپيان شوي دي.

د حماد په وینا چې په دې موده کې ۹۴ کورونه په بشپړ او ۱۰۷ کورونه په نسبي توګه ویجاړ شوي دي او ترڅنګ یې ۱۷ د اوبو او برېښنا شبکې او ۱۲ کیلومتره سړکونه هم ویجاړ شوي دي.

د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ملي ادارې ویاند همداراز ویلي چې د وروستیو ورښتونو له امله د ۵۰۰ باغونو حاصلات هم زیانمن شوي او ۲۳۱ څاروي هم تلف شوي دي.

د یادونې وړ ده چې د تېرې وري میاشتې له شپږمې تر اوسه پورې په هېواد کې د بېلابېلو طبیعي پېښو له امله ۲۲۷ هېوادوالو ژوند له لاسه ورکړی دی. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه