خانهافغانستان"پنجشېر کې تېر کال څه باندې ۱۱ زره کسانو ته د نفوسو...

“پنجشېر کې تېر کال څه باندې ۱۱ زره کسانو ته د نفوسو د احوال ثبت خدمتونه وړاندې شوي”

د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي چې د پنجشیر د احصايې او معلوماتو رياست په ۱۴۰۴ لمريز کال کې ۱۱ زره ۴۴ هېوادوالو ته د نفوسو د احوال ثبت خدمتونه وړاندې کړي دي.

د دې ادارې په اېکس لیکل شوي چې چې په يادو خدمتونو کې د ۵ زره ۳۶۰ الکترونيکي، ۳ زره ۴۶۷ کاغذي تذکرو، ۲۰۱ زېږون‌کارتونو او ۵۵۰ مړینې پارچو وېش، د ۳۵۷ کاغذي تذکرو د تایید او ۱۱۰۹ کسانو ته د تابعيت تذکرې اصلاحي خدمتونه شامل دي.

د خبرپاڼې له مخې چې دا مهال په یاد ولايت کې د الکترونيکي تذکرو په یوازینۍ وېش‌څانګه کې چې د دې ولایت په مرکز کې موقعیت لري، هره ورځ نارينه او ښځينه مراجعينو ته اړوند خدمتونه وړاندې کېږي.

سرچینې لیکلي چې له بل لوري دې رياست تېر کال په احصايوي برخه کې له ۳۷۱ معياري فورمو څخه په ګټه‌اخيستو ټولنيز او اقتصادي ارقام او معلومات او پر دې سربېره يې په مياشتني ډول له بازار څخه د ۳۰۷ قلمه خوراکي او غیرخوراکي توکو بيې له بازار څخه را ټولې کړې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه