Tuesday Jul 17, 2018

عبدالله د بیت المقدس په هکله د ولسمشر ټرمپ د پریکړې پر وړاندې غبرګون وښود

نوشته شده توسط khaama - Thu Dec 07 2017, 10:08 am

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس د بیت المقدس په هکله د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پریکړې پر وړاندې غبرګون وښود او او ټینګار یې وکړ چې دغه اقدام به د منځني ختیځ او د نړی په کچه د سولې پر هڅو منفي اغیزې ولري.

نوموړی د ویډیو پیغام له لارې وویل چې د ملي یووالي حکومت مشران د ولسمشر ټرمپ د پریکړې په اړه اندیښمند دی او افغان حکومت له دې پریکړې سره موافق نه دی.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې د فلسطین موضوع د نړی له سولې سره ارتباط لري او په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا او د ملګرو ملتونو عمومي مجمع پریکړې هم وجود لري.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ټنیګا وکړ چې د افغانستان حکومت ژمن دی چې د فلسطین خلکو او د هغوي مشروع غوښتنو په ملاتړ خپل هڅې د نړیوالو اجماعو په چوکات کې جاري وساتي ترڅو فلسطین د یو خپلواک هېواد په توګه او د بیت المقدس ختیځې د دغه هېواد د پلازمینې په توګه وپیژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر ټرمپ تیره ورځ په سپنې ماڼی کې د وینا پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه وکړه چې د یاد هېواد سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي.

هغه وویل که دواړه لوري اسراییل او فلسطینیان یې ومني، امریکا به د دوو دولتونو د جوړیدو ملاتړ وکړي.

په همدې حال کې د اروپا اتحادیه او ملګري ملتونه د ولسمشر ټرمپ د پریکړې په غبرګون کې وویل چې د واشنګټن دغه پرېکړه به سخت عواقب ولري.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید