خانهنړۍاسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د دوهم...

اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د دوهم پړاو لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي

په اسلام‌اباد کې د خبري سرچینو په وینا، د ایران او امریکا ترمنځ د خبرو اترو د دوهم پړاو لپاره د پاکستان په پلازمېنه کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د جیریډ کوشنر او سټیو ویټاک په مشرۍ امریکایی پلاوی به نن (شنبه، د اپرېل ۵مه) اسلام‌اباد ته ورسیږي.

د عباس عراقچي په مشرۍ ایرانی پلاوی هم تېره شپه د پاکستان پلازمینې ته ورسید. د خبرو اترو دا پړاو به په غیر مستقیم ډول او د پاکستان د منځګړیتوب له لارې پیل شي.

ټاکل شوې ده چې د ایران ټیم لومړی د سولې خپل وړاندیز پاکستاني چارواکو ته وړاندې کړي او بیا به دا وړاندیز د غور لپاره امریکایي پلاوي ته وړاندې شي.

یوازې د پام وړ پرمختګ په صورت کې، مستقیمې خبرې اترې به ترسره شي. سرچینې وايي چې که د خبرو اترو دا پړاو مثبت وي، نو د امریکا د مرستیال ولسمشر جی‌ډي وینس د اسلام‌اباد ته د سفر امکان شتون لري.

له اسلام‌اباد څخه خپاره شوي انځورونه خورا سخت امنیتي تدابیر ښیې چې له دوه اوونیو راهیسې سخت شوي دي.

د سرینا هوټل په ګډون دوه لوکس هوټلونه په بشپړ ډول خالي شوي او د خبرو اترو کوربه توب ته چمتو دي. د خبرو اترو دا پړاو په داسې حال کې ترسره کېږي چې د امریکا د سمندري ځواکونو د محاصرې او د هرمز تنګي د وضعیت په اړه تاوتریخوالی دوام لري.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه