خانهافغانستانبهرنیو چارو وزارت: قطر کې د امریکا وېزو ته په تمه مېشت...

بهرنیو چارو وزارت: قطر کې د امریکا وېزو ته په تمه مېشت افغانان دې راستانه شوي”

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت له هغو افغانانو څخه هېواد ته د راتګ غوښتنه کړې په قطر کې د امریکا وېزو ته په تمه دي.  

د دغه وزارت په د خبرپاڼې له مخې چې په قطر کې د امریکا وېزو ته په تمه افغانان دې په خپله خوښه هېواد ته راستانه شي او بیا وروسته په عزت سره نورو هېوادونو ته د تګ پرېکړه وکړي.

په خبرتیا کې ډاډ څرګند شوی چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او هیڅوک په زور بل هېواد ته نه لېږدول کېږي.

د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي چې یاد وزارت له نورو هېوادونو سره د افغانانو د حقونو د ساتنې لپاره د کونسلي همکاریو او منظم میکانیزم په چوکاټ کې همکارۍ ته چمتو دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په قطر کې زرګونه افغانان د امریکا وېزو ترلاسه‌کولو لپاره په تمه دي.

په وروستیو کې هلته مېشت افغانانو غوښتي چې د دوی لپاره باید برخلیک‌ټاکوونکې پرېکړې وشي.  

د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته سلګونه زره افغانان له هېواد څخه وتلي دي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه