Friday Jan 19, 2018

د موجود ستونزو په هکله افغانستان ته د پاکستان پوځ او حکومت وړاندیزونه

نوشته شده توسط khaama - Thu Dec 07 2017, 8:55 am

د راپورونو له مخې، د پاکستان حکومت او پوځ له افغانستان سره د موجود ستونزو د حل لپاره خپل وړاندیزونه له افغان حکومت سره شریک کړی دی.

د پاکستان حکومت یوه سرچینه ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د ګډ کاري کاري ګروپونو لپاره پاکستان حکومت او پوځ خپل وړاندیزونه له افغانستان سره شریک کړي ترڅو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځ، استخباراتو، اقتصادي، کډوالي، او ډيپلوماټیک په کچه کار پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان حکومت یوه لوړپوړي پلاوي د ملي دفاع وزارت د ستر درستیز د ارکان رئیس جنرال محمد حبیب حصاري په مشری تیره اونی پاکستان ته سفر وکړ.

په همدې حال کې راپورونه ښیي چې د پوځ په کچه د کتنې په ترڅ کې پاکستاني چارواکو له افغن چارواکو غوښتي چې د تحریک طالبان پاکستان پر خلاف ګامونه پورته کړي.

پاکستاني چارواکو د دې ترڅنګ له افغان چارواکو غوښتي چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د کټارو او اغزن لګولو کار پیل کړي تر څو د ترهګرو د تګ را تګ مخه ونیول شي.

د افغانستان حکومت چارواکي تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ګډ کاري ګروپونو د جوړولو په اړه پرېکړه کابل ته د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه د سفر په ترڅ کې ونیول شوه.

جنرال باجوه کابو دوه میاشتې مخکې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشری کابل ته سفر او له ولسمشر غني او نورو چارواکو سره د دوه اړخیزه مسائلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید