خانهافغانستانپکتیکا کې د ۷۷ کیلوګرام د غاټولي ګل د قاچاق مخه نیول...

پکتیکا کې د ۷۷ کیلوګرام د غاټولي ګل د قاچاق مخه نیول شوې 

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی چې د دغه ولایت په «مټاخان» ولسوالۍ کې د غاټولي ګل د قاچاق مخه نیول شوې ده.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د دې قاچاق مخه د ځانګړو عملیاتو پرمهال نیول شوې او ۷۷ کیلوګرام غاټولي ګل کشف او ترلاسه شوي دي. 

د سرچینې په وینا چې د طبیعي سرچینو د ناقانونه راټولولو او قاچاق پر وړاندې به جدي قانوني اقدامات دوام ولري.

د یادولو ده چې تر دې مخې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته طبیعي بوټو د قاچاق مخه نیول شوې او په تړاو یې لسګونه کسان نیول شوي دي. 

بلخوا د اسلامي امارت اړوندو ادارو خبرداری ورکړی چې د هېواد د هر ډول طبیعي بوټو د قاچاق مخنیوي په برخه کې به د دوی اقدامات چټک شي. 

افغانستان بېلابېل طبیعي بوټي لري چې ډېر کله د درملو په کارولو کې استعمالېږي او په نړیوال بازار کې ځانګړی ارزښت لري. 

د افغانستان طبیعي بوټي ډېری په نړیوالو نندارتونونو کې هم نندارې ته اېښودل کېږي او د پلور له اړه ځانګړی ارزښت لري.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه