Wednesday Jan 17, 2018

عبدالرب رسول سیاف د احتمالي کړکیچونو په اړه خبرداری ورکړ

نوشته شده توسط khaama - Thu Dec 07 2017, 7:46 am

د ولسي جرګې پخواني مشر او جهادي مشر عبدالر رسول سیاف وایي حکومت د راتلونکو ټاکنو لپاره چمتوالي نه لري او د ټاکنو د نه ترسره کیدو په صورت کې هېواد به له کړکیچونو سره مخ شي.

نوموړی نن په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل د روان حالات په اړه نا امیدي څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې خلک د حکومت د کړنو له امله سخت ستړی شوی دی.

هغه ملي یووالي حکومت مشران په انحصار تورن کړ او زیاته یې کړه چې خلک له حکومت څخه ناراضه دي.

خو ښاغلي سیاف زیاته کړه، چې نوموړی او د هغه پلویان د اوسني نظام د ړنګولو ملاتړ هم نه کوي.

د راتلونکو ټاکنو په هکله ښاغلي سیاف په داسې حال کې اندیښنې څرګندوي  چې د ملي یووالي حکومت مشران وایي د راتلونکو پارلماني او ولسمشریزي ټاکنې به د ټاکل شوې مهال ویش پر اساس ترسره شي.

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس امریکا ته د خپل سفر په ترڅ کې تیره میاشت وویل چې پارلماني ټاکنې به د ۲۰۱۸ پهم میلادي کال کې ترسره شي او حکومت ژمن دی چې د ۲۰۱۹ ولسمشریزو ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید