خانهافغانستانبدخشان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دریو کسانو ژوند بایللی

بدخشان کې د دوو ترافیکي پېښو له امله دریو کسانو ژوند بایللی

د بدخشان مسوولین وايي، د یاد ولایت په «ارغنجخوا» او «شهر بزرګ» ولسوالیو کې د ترافیکي پېښو له امله درې کسان مړه او اووه نور ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښې د موټر چپه‌کېدو له امله شوې او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته وړل شوي دي. 

د بدخشان مسوولینو همداراز ویلي چې په یاد ولایت کې دوه کسان په کوکچه سیند کې مړه شوي چې د یو جسد یې تر اوسه نه دی موندل شوی دی. 

بدخشان یو له هغو ولایتونو دی چې وخت ناوخت پکې مرګونې ترافیکي پېښې کېږي. 

د یادولو ده چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بې‌سارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بې‌احتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نه‌مراعاتول بلل کېږي. 

بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.

په افغانستان کې د ترافیکي پېښو له امله د نارینه‌وو په ګډون وخت ناوخت ښځو او ماشومانو ته هم مرګ‌ژوبله اوړي. 

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه