خانهنړۍد تهران – واشنګټن ترینګلتیا؛ د امریکا د سمندري ځواکونو مشر له...

د تهران – واشنګټن ترینګلتیا؛ د امریکا د سمندري ځواکونو مشر له دندې استعفا کړې

د امریکا او ایران ترمنځ د کړکېچ زیاتېدو او په هرمز تنګي کې د محدودیتونو او کلابندۍ په دوام، تازه د امریکا د سمندري ځواکونو مشر «جان فیلن» د استعفا راپورونه ورکړل شوي دي. 

په راپورونو کې ویل شوي چې «جان فیلن» په خپله دغه دنده پرېښې او پرځای یې د سمندري ځواکونو ملکي مرستیال «هانګ کائو» د سرپرست په توګه ټاکل شوی دی. 

بلخوا ځینو رسنیو لیکلي چې د امریکا د سمندري ځواکونو مشر د جګړې له وزیر «پیټ هیګسټ» سره د اختلافاتو له امله خپله دنده پرېښې ده. 

د یادولو ده چې تر دې مخکې د امریکا د پوځ لوی درستیز «رنډي جیورج» هم له دندې استعفا کړې وه.

د جان فیلن له ګوښه‌کېدو داسې ښکاري چې د امریکا په کابینه کې اختلافات اوج ته رسېدلي او ډېری لوړپوړي چارواکي پر ایران د امریکا له بریدونو سره مخالفت څرګندوي. 

دا ټاکنې داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران ترمنځ اوربند تر نامعلومې نېټې غځېدلی او ډونالډ ټرمپ په پرله‌پسې توګه له ایران د هوکړې غوښتنه کوي.  

بلخوا ایراني چارواکو ویلي چې په هرمز تنګي کې د امریکا د کلابندۍ تر پایته‌رسېدو پورې به د تهران – واشنګټن بیاځلي مذاکرات پيل نه‌شي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه