د معیار او کیفیت اداره وایي چې په فراه ۷۸ میل بندر کې یې ۳٫۶ ټنه بېکیفیته ودانیز توکي بېرته صادرونکي هېواد ته ورګرځولي دي.
د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې د دغو توکو کیفیت د تخنیکي کارکوونکو له لوري تثبیت شوی او څرګنده شوې چې مستردشویو کاشیو له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود.
د معیار او کیفیت ادارې یو وار بیا ټینګار کړی چې په ټولو بندرونو کې د وارداتي توکو د کیفیت د کنټرول او تثبیت پروسه په شفاف، منظمه او قاطع توګه دوام لري.
یادې ادارې بېکیفیته او غیرمعیاري توکي د هېوادوالو د سلامتیا لپاره ګواښ بللی او ټینګار یې کړی چې په دې برخه کې به هېڅ ډول نرمښت ونه ښودل شي.
خو په خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي چې یاد توکي کوم هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د یادولو ده چې تر دې مخکې هم د هېواد په بندرونو کې د معیار او کیفیت ادارې له لوري بېلابېل کمکیفیته توکي مسترد شوي وو.
څو ورځې مخکې هم په یاد بندر کې لسګونه ټنه کمکیفیته ودانیز توکي تر دقیقې ارزونې وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي وو.


