خانهافغانستانمحمد نعیم: د ستونزو د حل لپاره ګټوره لاره ډيپلوماسي ده

محمد نعیم: د ستونزو د حل لپاره ګټوره لاره ډيپلوماسي ده

د ا.ا بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال، دوکتور محمد نعیم د اروپايي ټولنې له ځانګړي استازي «جیلز برټرنډ» سره په کتنه کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې په دې کتنه کې د دوه‌اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په اړه او د همکاریو پر دوام خبرې شوې دي. 

په خبرپاڼه کې د محمد نعیم له قوله د ستونزو د حل لپاره پر متوازنو اړیکو ټینګار شوی او ویل شوي چې د ستونزو د حل لپاره ګټوره لاره خبرې او ډيپلوماسي ده. 

بهرنیو چارو وزارت لیکلي چې بلخوا د اروپایي ټولنې استازي هم د ستونزو د حل لپاره معقوله لاره ډيپلوماسي او خبرې اترې بللې او له افغانستان سره یې د همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی. 

“نوموړي همداراز د افغانستان د سوداګريزو چارو په اړه وويل چې د اروپا دروازې د افغانستان د صادراتو پر مخ خلاصې دي افغاني توکي په اروپا کې ښه بازار لري او خلک يې خوښوي، په ځانګړي ډول وچه مېوه.“

د اروپايي ټولنې استازي همداراز ویلي چې اروپایي بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه