د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضلالرحمان وایي چې د دغه هېواد پخوانی لومړی وزیر، عمران خان باید خوشی او د فعالیت اجازه ورکړل شي.
نوموړي له پاکستاني حکومت دا غوښتنه له خبریالانو سره د مرکې پرمهال کړې ده.
مولانا فضلالرحمان همداراز ویلي چې د پاکستان حکومت باید عمران ته د دغه هېواد په ټولو چارو کې د سیاسي رول لوبولو اجازه ورکړي.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر تر دې مخکې هم له پاکستاني حکومت غوښتي وو چې د پخوانی لومړی وزیر، عمران خان خوشی کړي، خو خان له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهیسې د پاکستان په زندان کې دی.
هغه همداراز څو څو ځلې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکې په برخه کې پر پاکستاني حکومت توندې نیوکې هم کړې او د مذاکراتو له لارې یې د کابل – اسلاماباد ترمنځ د ستونزو پر حل ټینګار کړی دی.
مولانا فضلالرحمان همداراز ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي او پاکستانی حکومت دې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو په برخه کې پر خپلې پالیسۍ له سره غور وکړي.


