د ملګرو ملتونو یوه اداره وایي چې په هرات ولایت کې د «ابو علي سینا» منځني ښوونځي د رغولو چارې بشپړې او بېرته د زدهکوونکو پر مخ پرانیستل شوی دی.
د دغه سازمان د ښارونو او انساني استوګنځایونو ادارې ویلي چې دا ښوونځی د ۲۰۲۳ کال زلزلې له امله سخت زیانمن شوی و چې تازه د «STFA» بنسټ په مالي ملاتړ رغول شوی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د دغه ښوونځي له زیانمنېدو سره شاوخوا ۵۰۰ زدهکوونکو مناسب درسي چاپېریال له لاسه ورکړی و، خو د رغولو چارو له بشپړېدو وروسته بېرته پرانیستل شوی دی.
په ورته مهال د یاد ښوونځي یو شمېر زدهکوونکي د دغه ښوونځي پر بیاځلي پرانیستل کېدو خوښ دي او له مرستندویه ادارو غواړي چې د دوی نور لاسنیوی هم وشي.
د یادولو ده چې په افغانستان کې ډېر ځله ښوونځي د طبیعي پېښو او جګړو له امله ویجاړ یا زیانمن شوي او لا هم په ډېرو لرې پرتو سیمو کې ماشومان مناسب درسي چاپېریال ته اړتیا لري.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ماشومانو ملاتړ ادارې (یونیسف) او نورو بنسټونو له لوري ډېر ښوونځي بیا رغول او یا جوړ شوي دي.


