خانهافغانستانافغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۳۷ سلنه زیات شوي 

افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۳۷ سلنه زیات شوي 

د قزاقستاني او ا.ا چارواکو ترمنځ ګډه ناسته شوې چې پکې د بېلابېلو سوداګریزو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.  

د قزاقستاني رسنیو د راپورونو له مخې چې په دې ناسته کې د بار لېږد او بنسټیزو همکاریو پر پراختیا او ګڼ‌شمېر نورو مسایلو په اړه بحثونه شوي دي. 

د راپورونو له مخې چې د روان میلادي کال په لومړیو میاشتو کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د بار لېږد ۷۷ سلنه زیات شوی او همداراز افغانستان ته د قزاقستان د اوړو صادرات ۳۷ سلنه زیات شوي دي.

قزاقستاني رسنیو لیکلي چې په دې ګډه ناسته کې همداراز پر ځینو نورو مسایلو هم بحثونه شوي دي. 

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د افغانستان – قزاقستان اړیکې په بېلابېلو برخو کې پراخه شوې او د دواړو هېوادونو لوړپوړو چارواکو یو د بل هېواد ته هم سفرونه کړي دي. 

بلخوا قزاقستاني چارواکو ډاډ څرګند کړی چې دوی به په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره ګډ کار ته ادامه ورکوي. 

د دومره اړیکو له پراخېدو سره سره لا هم دغه هېواد د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه