خانهافغانستانکرزي د زرداري دعوا ته په ځواب کې ویلي، د ګندهارا تمدن...

کرزي د زرداري دعوا ته په ځواب کې ویلي، د ګندهارا تمدن د لرغوني اریانا برخه ده

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي په فیسبوکپاڼه کې د اصف علي زرداري د وروستیو ادعاوو په اړه غبرګون ښودلی او ټینګار یې کړی، چې د ګندهارا تمدن، د «ادم خان او درخانۍ» کیسه او رباب د افغانستان د تاریخي او کلتوري میراث برخه ده.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي نن(سه‌شنبه، د اپرېل ۲۱مه) په فیسبوکپاڼه کې لیکلي، د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري، ګندهارا تمدن د خپل ملي هویت برخه بللې او رباب او د ادم خان او درخانۍ کیسه یې خپل فرهنګي میراث ګڼلی، خو دا ادعاوې له تاریخي واقعیت سره سمون نه لري.

د هغه په وینا، د تاریخ له مخې، ګندهارا د لرغوني اریانا برخه وه چې له بامیان تر سند پورې غځېدلې وه او د ننني افغانستان له تمدن سره تړاو لري.

ښاغلي کرزي همدا راز زیاته کړې چې رباب او د ادم خان او درخانۍ کیسه د افغانستان ناملموس فرهنګي میراث دی، چې په (ملي هېنداره) لرغوني کتاب کې شته. نوموړي همداراز ټینګار کړی په ۲۰۲۴ کال کې د ملګرو ملتونو د تعلیمي، علمي او کلتوري بنسټ له‌خوا د ځانګړي کلتوري میراث په نوملړ کې رباب ثبتولو ته په اشاره کې ویلي، چې رباب د افغانستان او د سیمې د ځینو هېوادونو د ګډ میراث په توګه پېژندل شوی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه