د غزې روغتیا وزارت مسوولینو ویلي، چې د تېر کال د اکتوبر له اوربند راهیسې، بیا هم په غزه کې تاوتریخوالی دوام لري د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې څه باندې ۷۸۰ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت مسوولینو نن(سهشنبه، د اپرېل ۲۱مه) ویلي، چې د تېر کال د اکتوبر له اعلان شوي اوربند راهیسې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې څه باندې ۷۸۰ فلسطینیان وژل شوي دي.
د روغتیا وزارت په وینا، چې یوازې د روانې اوونۍ د دوشنبې پر ورځ هم لږترلږه پنځه کسان وژل شوي دي. په دغو وژل شویو کسانو کې درې تنه د خانیونس په سوېل کې، یو کس د بوریجي کډوالو کمپ کې د بېپیلوټه الوتکې په برید کې او بل کس هم د زیتون په سیمه کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د دغه وزارت ټینګار کړی، چې دا شمېرې ښيي چې سره له دې چې اوربند اعلان شوی، خو لاهم په غزه کې تاوتریخوالی دوام لري او ملکي وګړي یې اصلي قربانیان دي.
باید وویل شي چې په وار وار نړیواله ټولنه په سیمه کې د جګړې د پای ته رسولو او دایمي سولې لپاره د نوو هڅو غوښتنه کوي. خو له دې سره بیا هم هره ورځ په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر په لوړېدو دی.


