Saturday Sep 22, 2018

د امریکا ولسمشر رسماً بیت المقدس د اسرائیل د پلازمېنې په توګه وپیژانده

نوشته شده توسط khaama - Thu Dec 07 2017, 5:14 am

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امریکا متحده ایالتونه اوس بیت المقدس د اسراییلو پلازمېنې په توګه رسماً مني.

نوموړی تیره ورځ په سپنې ماڼی کې د وینا پر مهال د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته لارښونه وکړه چې د یاد هېواد سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته انتقال کړي.

ولمشر ټرمپ زیاته کړه، چې له ډېر مهال راهیسې یې اټکلونه کېدل خو اوس  اوس ددې وخت رارسیدلی چې په رسمي ډول بیت المقدس د اسرائیلو پایتخت اعلان کړو او زه نن دا خبره اعلانوم.

هغه وویل که دواړه لوري اسراییل او فلسطینیان یې ومني، امریکا به د دوو دولتونو د جوړیدو ملاتړ وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د فلسطیني ولسمشر محمود عباس له دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې دا به د سیمې لپاره ‘خطرناکې پایلې ‘ ولري.

په همدې حال کې د اروپا اتحادیه او ملګري ملتونه د ولسمشر ټرمپ د پریکړې په غبرګون کې وویل چې د واشنګټن دغه پرېکړه به سخت عواقب ولري.

د دې ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو ځینې نورې متحدین هم د فرانسې او برطانیه په ګډون د ولسمشر ټرمپ پریکړې په هکله اندیښنې څرګندې کړي دي.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید