د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له رییس ښاغلي عرفات جمال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر عبدالکبیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې ټاکل شوې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر نیږدې راتلونکي کې افغانستان ته سفر وکړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نن سهشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په دې لیدنه کې، ښاغلي عرفات جمال وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل نړۍوال ګروپ مشرتابه د افغان راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د لا ډېرو مالي امکاناتو د جلب هڅې پیل کړې دي او په نږدې راتلونکي کې به افغانستان ته سفر وکړي.
د نوموړي پر وینا، چې د ملګرو ملتونو پر مسوولو ادارو سربېره نړۍوال بنسټونه د افغان کډوالو ستونزو ته د رسېدنې هڅې کوي او تمه ده، چې د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر بهرام صالح هم په نږدې وخت کې د افغان راستنو شویو د وضعیت د ارزونې په موخه کابل ته سفر وکړي.
ښاغلي عرفات جمال راستنو شویو ته د مرستو رسولو او کاري بوختیاوو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په هرات او مزار شریف ښارونو کې یې د غالیو د اوبدلو دوه لویې کارخونې جوړې کړې، چې سلګونو افغان راستنو شویو ته به پکې کاري فرصتونه برابر شي.
په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر د افغان راستنېدونکو او کډوالو د لاسنیوي او ور ته د مرستو رسولو په برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستو ستاینه وکړه.
هغه زیاته کړه، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ لخوا مرسته شوې سلګونه خېمې لرې پرتو سیمو ته لېږل شوې او همدارنګه د کډوالو چارو وزارت لنډمهاله مېشتغالو ته اړین توکي او امکانات لېږلي دي.
مولوي عبدالکبیر د فرضي کرښې هغې غاړې ته د افغان راستنېدونکو وضعیت د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه، چې لا هم افغان کډوال د زاخېلو او حمزه په کمپونو کې د ثبت له ستونزو سره مخ دي او خدماتو ته لاس رسی نه لري.
دغه راز نوموړي په هېواد کې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په برخه کې د ملګرونو ملتونه له هڅو ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه، چې د کډوالو په برخه کې د نړۍوالو ادارو د مسوولینو د راتګ هرکلی کوي.
د یادونې وړ ده چې بهرام صالح یو وخت د عراق ولسمشر و او تېر کال د کډوالو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېشنر وټاکل شو.


