د امریکا رسنیو راپور ورکړی چې د ایران پر وړاندې د امریکا د جګړې په اعتراض کې د دوشنبې په ورځ د معلولیت لرونکو کسانو په ګډون، لږ تر لږه ۶۲ امریکایي سرتېري او د هغوی د کورنۍ غړي نیول شوي دي.
د هیل په وینا، لاریون کوونکي، چې د څو پخوانیو ډلو لخوا تنظیم شوي وو، په واشنګټن کې د کانن هاوس دفتر ودانۍ ونیوله.
دوی د روتوندا په مرکز کې راټول شوي وو، د امریکا په بریدونو کې د وژل شویو ایرانیانو د درناوي لپاره سره ګلونه نیولي وو او بنرونه یې نیولي وو چې “د ایران پر وړاندې جګړه پای ته ورسوئ” لیکل شوي وو.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویډیوګانو ښودلې چې لاریون کوونکي د امریکا بیرغ د هغو ۱۳ امریکایي سرتیرو په درناوي کې پوښلی و چې په شخړه کې وژل شوي وو او د جګړې ضد شعارونه یې ورکول.
پولیسو بالاخره لاریون کوونکي لاسونه وتړل او له ودانۍ څخه یې لرې کړل. سولهییز لاریون په داسې حال کې وشو چې د واشنګټن او تهران ترمنځ تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او د دواړو خواوو ترمنځ یو نازک اوربند پای ته رسېږي.


