خانهافغانستانهواپېژندنې ادارې نن په اووه ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی

هواپېژندنې ادارې نن په اووه ولایتونو کې د ورښت اټکل کړی

د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت د هواپېژندنې ادارې نن د هېواد په ۷ ولایتونو کې د تالندې برېښنا، ورښت او سېلابونو اټکل کړی دی.

د دې ادارې د خبرپاڼې له مخې چې نن په بادغیس، فاریاب، سرپل، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د ورښت اټکل شته.

د سرچینې په وینا چې د یادو ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې به د ورښت کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو پورې وي. 

د هواپېژندنې ادارې همداراز په مرکزي، لوېدیځ او سویلي ولایتونو کې د تېزو بادونو، خاورو او دوړو د پېښېدو اټکل هم کړی چې سرعت به یې په یو ساعت کې له ۵۰ تر ۸۰ کیلو مترو پورې وي. 

د هواپېژندنې ادارې دا اټکل داسې مهال کړی چې په وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ورښت او سېلابونو له امله نږدې دوه سوه کسان مړه او سلګونه نور ټپیان شوي دي.  

د ورسوتیو سېلابونو له امله نږدې شل زره کورونه په بشپړه توګه نړېدلي او همداراز زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

په هېواد کې وروستي ورښتونه که څه هم د خلکو د مرګ‌ژوبلې لامل شوي، خو بلخوا د هېواد ډېر بندونه له اوبو څخه ډک شوي دي.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه