له پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستلو ته د غبرګونونو په دوام، د بېځایهشویو نړیوال سازمان له پاکستاني حکومت غوښتي چې د افغانانو د جبري ایستلو لړۍ ودروي.
د دغه سازمان په وینا چې پاکستان دې داوطلبانه ستنېدو ته زمینه برابره کړي او نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.
د بېځایهشویو نړیوال سازمان ټینګار کړی چې کډوال باید د سیاسي موخو لپاره ونه کارول شي، او اټکل یې کړی چې له تېرو دوو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو څخه څه باندې پنځه میلیون افغانان راستانه شوي دي.
دې ادارې ویلي چې د کډوالو راستنېدو پر بشري وضعیت ناوړه اغېز کړی دی.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو جبري راستنېدل په بېسارې توګه زیات شوي، او ګڼو نړیوالو ادارو له پاکستاني حکومت غوښتي چې د کډوالو جبري ایستل ودروي.
د یادولو ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په پاکستان کې د افغان کډوالو نیول او ځورول هم پیل شوي او ډېر زندانونه په افغان کډوالو ډک شوي دي.
بلخوا پاکستاني چارواکو بار بار ټینګار کړی چې دوی له خپل هېواد څخه ټول افغان کډوال وباسي.


