په افغانستان کې د اقلیمي بدلون د ناوړه پایلو په دوام، کابل کې د ملګرو ملتونو استازولۍ دفتر یا یوناما په دې برخه کې د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.
د یوناما په اعلامیه کې ویل شوي چې دا مهال افغانستان د اقلیمي بدلون له سختو پایلو له امله ځپل شوی دی.
د ملګرو ملتونو دې ادارې په افغانستان کې د اقلیمي بدلون سترې پایلې چکالي، تر ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټېدل، بېوخته ورښتونه او خونړي سېلابونه بللي دي.
یوناما همداراز ویلي چې په افغانستان کې اقلیمي بدلون د کډوالۍ او بېځایه کېدو لامل کېږي، او پکار ده چې په دې برخه کې بېړني اقدامات وشي.
د ملګرو ملتونو استازولۍ دا خبرداری داسې مهال ورکړی چې له تېرو څو اوونیو راهیسې په افغانستان کې خونړيو ورښتونو نږدې ۲۰۰ هېوادوال وژلي او سلګونه نور ټپیان کړي دي.
د یادولو ده چې په افغانستان کې د وروستیو ورښتونو له امله نږدې شل زره کورونه په بشپړه او نسبي ډول ویجاړ شوي دي.
څه موده مخکې ملګرو ملتونو افغانستان د نړۍ په هغو لسو هېوادو کې شپږم حساب کړی و چې د اقلیمي بدلون له ناوړه پایلو سره مخ دي.


