خانهنړۍایران ګلابي ډرونونه نندارې ته وړاندې کړل

ایران ګلابي ډرونونه نندارې ته وړاندې کړل

ایراني رسنیو د شاهد-۱۳۶ ډرونونو نوي انځورونه خپاره کړل، چې د «نجونو د ورځې» په مناسبت په ګلابي ډیزاین کې تولید شوي وو.

د فارس خبري اژانس، چې د انقلابي ساتونکو سره تړاو لري، اعلان وکړ چې دا ډرونونه په ځانګړي ډول د نجونو لپاره ډیزاین شوي او د ځینو انقلابي نجونو لخوا د سپاه پاسداران د فضايي ځواکونو قوماندان جنرال سید مجید موسوي ته د مستقیمې غوښتنې وروسته جوړ شوي دي.

دا ګلابي ډرونونه د اهواز نجونو په یوه غونډه کې نندارې ته وړاندې شول، او یو یې حتی د اهواز نجونو ته د ډالۍ په توګه وړاندې شو.

رسنیو ټینګار وکړ چې دا عمل د ایران په دفاع او انقلابي ځواک کې د ایراني نجونو د ګډون سمبول دی.

پخوا، ګلابي توغندي او ګلابي  ډرونونه ملاتړ کونکو نجونو او میرمنو سره، د ټولنیزو رسنیو کاروونکو پام ځانته اړولی و.

د ګلابي شاهد-۱۳۶ پرانستل په داسې وخت کې راځي چې دا ځانمرګی ډرون په وروستیو شخړو کې د ایران یو له مهمو وسلو څخه ګڼل کېږي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه