خانهافغانستانغزني کې د نږدې ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت دوه چکډمونه جوړېږي

غزني کې د نږدې ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت دوه چکډمونه جوړېږي

د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چې د غزني ولایت په ګیلان او شینکي ولسوالیو کې د ۱۹ میلیون ۹۵۰ زره ۳۴۵ افغانیو په لګښت د دوو چکډمونو د جوړولو چارې پیل شوې دي.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا چکډمونه به پنځه متره لوړ او د شاوخوا ۸۰ زره متره مکعب اوبو د زېرمه‌کولو وړتیا ولري.

د خبرپاڼې له مخې چې په دغو چکډمونو کې هره ورځ ۸۰ کسان په کار بوخت دي او چارې به یې په شپږو میاشتو کې بشپړې شي. 

د اسلامي امارت اوبو او انرژۍ وزارت همداراز لیکلي چې دا چکډمونه به د ۹ کاریزونو په تغذیه، چاپېریالي ښکلا، د اقلیمي بدلون د منفي اغېزو او د سېلابونو د کنټرول پر وړاندې ګټور تمام شي. 

مسوولینو دا هم ویلي چې د دې پروژې چارې د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د غزني ولاړو اوبو سیندیزې فرعي حوزې ریاست په څارنه پیل شوې دي.

په ورته مهال د سیمې اوسېدونکي د دې پروژې د چارو پیل ته خوښ دي او دا ډول کوچني بندونه او چکډمونه د وچکالۍ د مخنیوي لپاره مهم بولي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته د هېواد په ډېرو سیمو کې دا ډول لسګونه چکډمونه جوړ او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه