د پاکستان بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار له ایراني سیالي، سید عباس عراقچي سره په ټلېفوني خبرو کې پر روان سیمهییز وضعیت او د تهران او واشنګټن ترمنځ د اوربند او بیاځلي احتمالي مذاکراتو په اړه خبرې کړې دي.
په دې مکالمه کې د ایران بهرنیو چارو وزیر د امریکا له لوري ایران ته له ګواښ ډکې څرګندونې، نامعقولې غوښتنې او پرلهپسې متناقضې خبرې د واشنګټن ناسمه اراده بللې او د امریکایي چارواکو دریځ یې غندلی دی.
ښاغلي عراقچي د خپلو ملي ګټو او ملي امنیت د خوندي کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو او ظرفیتونو څخه پر کار اخیستلو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د ایران د بندرونو، سواحلو او کښتیو پر وړاندې ګواښونه د واشنګټن د بد نیت او په ډیپلوماسۍ کې د نه جديت څرګندې نښې دي.
بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د ایران او امریکا ترمنځ د مذاکراتو دوام له دواړو لوریو لپاره مهم بللي او ټینګار یې کړی چې واشنګټن او تهران دې په دې برخه کې جدیت وښيي.
تر دې مخکې د ایران د ولسمشر مرستیال، محمد رضا عارف ویلي، تر هغې چې پر ایران او متحدینو یې اقتصادي او پوځي فشارونه وي، هرمز تنګی به تړلی وي.
نوموړي خبرداری ورکړی چې یا به د تېلو بازار د ټولو لپاره ازاد وي او یا به ټول درانه لګښتونه پرې کوي.


