خانهنړۍ"پاکستانی حکومت له هېوادونو سره د اړیکو په مدیریت کې پاتې راغلی"

“پاکستانی حکومت له هېوادونو سره د اړیکو په مدیریت کې پاتې راغلی”

 د پاکستان د علمای اسلام ګوند مشر، مولانا فضل‌الرحمن یو وار بیا د پاکستاني حکومت پر پالیسیو نیوکه کړې او دغه هېواد یې په کور دننه له ژور بحران سره مخ بللی دی. 

نوموړي دا څرګندونې په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال کړې او ویلي یې دي چې پاکستانی حکومت له هېوادونو سره د اړیکو په مدیریت کې پاتې راغلی دی.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر همداراز ویلي د دغه هېواد په ختیځ او لوېدیځ کرښې کرښو کې له هند او افغانستان سره ترینګلتیاوې زیاتې دي، او دې وضعیت د سوداګرۍ مهمې لارې یې زیانمنې کړې دي.

هغه همداراز یادې ستونزې د اقتصادي فشارونو لامل بللي دي.

مولانا فضل‌الرحمن د پاکستان پر کورني وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې خلک له بې‌سارې ګرانۍ سره مخ دي او د انرژۍ بیې د هرمز تنګی د کړکېچ له امله ناڅاپي لوړې شوې دي.

مولانا فضل‌الرحمن تر دې مخکې هم د پاکستاني حکومت پر پالیسیو توندې نیوکې کړې وې او همداراز یې د مخکني لومړي وزیر، عمران خان د خوشې‌کېدو غوښتنه کړې وه.  

د یادولو ده چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د افغانستان او پاکستان اړیکې هم په بې‌سارې توګه ترینګلې شوې او د دواړو هېوادونو ترمنځ هر ډول سوداګري درول شوې ده.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه