خانهافغانستانایران: هرمز تنګی به په بشپړ ډول وتړل شي

ایران: هرمز تنګی به په بشپړ ډول وتړل شي

سپاه‌پاسداران د امریکا له لوري د ایران سوداګریزې کښتۍ ته د نیولو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د امریکایي پوځ دغه اقدام به بې‌ځوابه نه پرېنږدي. 

تر دې مخکې ایراني رسنیو راپور ورکړی و چې امریکایي پوځ په عمان خلیج کې د ایران هغه کانټینر لېږدوونکې سوداګریزه کښتۍ نیولې چې له چین څخه د ایران په لور روانه وه.

له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې هغې کښتۍ د امریکا له محاصرې د تېرېدو هڅه کوله چې نیول شوې ده. 

په ورته مهال د ایران د ولسمشر لومړي مرستیال، محمد رضا عارف ویلي، تر هغې چې پر ایران او متحدینو یې اقتصادي او پوځي فشارونه وي، هرمز تنګی به تړلی وي. 

نوموړي خبرداری ورکړی چې یا به د تېلو بازار د ټولو لپاره ازاد وي او یا به ټول درانه لګښتونه پرې کوي. 

بلخوا د دې څرګندونو او خبرداریو سره سره د ایران او امریکا ترمنځ د دویم پړاو مذاکراتو د پیلېدو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي. تېره ورځ د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ایران ته خبرداری ورکړی و چې د دوی پلاوی به نن په پاکستان کې وي او که ایران دا ځل هوکړه ونه کړي، د انرژۍ ټول تاسیسات او پلونه به یې ویجاړ کړي.

خو بلخوا ایراني چارواکو بیا ویلي چې له امریکا سره د دویم پړاو مذاکراتو لپاره نېټه نه ده ټاکل شوې.

Asmatullah SALEH
Asmatullah SALEHhttps://pohawaimedia.com/
Asmatullah SALEH has been a journalist with various Afghan media for the past Eleven years. He is currently a journalist with Khaama Press News Agency.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه