د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د لوګر ولایت په پلعلم ښار پولیسو د یو نیم کیلوګرامه سرو زرو د غلا په تړاو څلور کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت نن(یکشنبه، د اپرېل ۱۹مه) ویلي، چې د لوګر ولایت پولیسو د یو نیم کیلوګرامه سرو زرو د غلا په تړاو څلور کسان نیولي دي.
د کورنیو چارو وزارت یوه مطبوعاتي اعلامیه وايي، چې دغو کسانو څو ورځې وړاندې د لوګر ولایت په پلعلم ښار کې له یوې هټۍ څخه یو نیم کیلوګرامه سره زر غلا کړي وو.
دغه وزارت لیکي، چې نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او غلا شوي سره زر بېرته خپل اصلي مالک ته سپارل شوي دي.
باید وویل شي چې تر دې وړاندې هم د هېواد په نورو ولایتونو کې د سرو زرو غلا او ګاونډیو هېوادونو ته یې د قاچاق په تور کسان نیول شوي وو.


