Wednesday Jun 20, 2018

پرویز مشرف د لښکر طیبه له ترهګرې ډلې سره د ائتلاف په اړه غور کوي

نوشته شده توسط khaama - Wed Dec 06 2017, 10:00 am

د پاکستان پخواني ولسمشر او د پوځ پخواني مشر جنرال پرویز مشرف د لښکر طیبه او جماعت الدعوه له ډلو سره د سیاسي ائتلاف په اړه غور کوي.

نوموړی د ینکشنبې په ورځ له آج خبرې ټلویزیون سره د مرکې پر مهال وویل چې د جماعت الدعوه، لښکر طیبه او حافظ سعید سره د سیاسي په خاطر هیڅ ستونزه نه لري.

ښاغلي مشرف زیاته کړه، چې په دې اړه تر اوسه په رسمي ډول خبرې نه دي شوي خو دواړو ډلو ته د سیاسي ائتلاف لپاره ښه راغلاست ووایه.

دا په داسې حال کې ده چې د لښکر طیبه مشر حافظ سعید تیره میاشت وروسته له هغه خوشې شوه کله چې د چهارشنبې په ورځ یوه محاکمه د هغه د قید مودې د زیاتوالي په اړه د حکومت غوښتنه رد کړه.

د لښکر طیبه مشر د ۲۰۰۸ میلادي کال په می میاشت کې د امریکا د عدلیې وزارت له خوا د نړیوال ترهګر په توګه وپیژندل شو او د همدغه کال په ډسامبر میاشت کې نوموړی د ملګرو ملتونو له خوا د ترهګرو په نوملړ کې شامل شو.

د نوموړی خوشې کیدو په غبرګون کې د امریکا متحده ایالاتو حکومت پاکستان ته سخت خبرداری ورکړ.

د سپینې ماڼی ویاندې سارا هوکابي وایي د امریکا متحده ایالاتو حکومت د لښکر طیبه مشر حافظ سعید خوشې کول په کلکو ټکو غندي او پر اسلام اباد غږ کوي چې د نوموړی د بېرته نیولو او محاکمې په خاطر ژر اقدامات وکړي.

نومړې زیاته کړه، چې د لښکر طیبه مشر خوشې کول د ترهګرو پر ضد د پاکستان حکومت د ژمنو په هکله د اندیښنې وړ پیغام استوي ځکه دغه اقدام د پاکستان د هغو ژمنو په تضاد کې لیدل کیږي چې ګواکې پاکستان هیڅکله ترهګرو ډلو ته امن ځایونه نه ورکوي.

اغلي هوکابي خبرداری ورکړ که چیرې پاکستان حکومت د لښکر طیبه مشر پر خلاف جدي اقدمات و نه کړي نو دغه پرېکړه به د دواړو هېوادونو پر اړیکې منفې اغیزې او ناورې عواقب ولري.

خامه پرس پښتو | د افغانستان خبري آژانس را دنبال کنید با تویتر, فسبک. و آر اس اس

نظر دهید