د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت وایي چې په هرات ولایت کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې سلګونه میله وسلې کشف او ترلاسه شوې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې په دغو وسلو کې کلاشینکوفونه او تپانچې شاملې دي چې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې ترلاسه شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې دا وسلې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پولیسو له لوري د بېلابېلو عملیاتو پرمهال ترلاسه شوې دي.
سرچینې دا نه دي ویلي چې په دې تړاو څوک نیول شوي که نه، خو تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د بېلابېلو وسلو له کشف او ضبط راپورونه ورکړل شوي و.
بلخوا د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت ویلي چې دوی به هېچاته اجازه ور نه کړي چې ناقانونه وسلې وګرځوي او د ټولنې عامه نظم ګډوډ کړي.
یاد وزارت خبرداری ورکړی چې په دې تړاو یې عملیات روان دي او د وسلو د قاچاق مخنیوي هڅې هم پیل شوې دي.


