خانهافغانستاند ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ...

د ټاپي پروژې رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی

د کانونو او پټرولیم وزارت ویلي، چې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی. د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې تر اوسه ۴۴ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې چې دا د پروژې د چارو د چټکتیا برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت نن(شنبه، د اپرېل ۱۸مه) په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې د رغنیزو چارو په برخه کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

دغه وزارت  همداراز وایي، په وروستیو میاشتو کې د دې سترې اقتصادي پروژې کارونه چټک شوي، چې د عملي چارو بهیر په ښه توګه مخته روان دی. تر اوسه پورې ۴۴ کیلومټره نل‌لیکه غځول شوې ده، چې دا د پروژې د چارو د چټکتیا په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې سربېره پر دې د ۱۲۴ کیلومټرو په اوږدوالي نوره سیمه هم د نل‌لیکې د غځولو لپاره چمتو شوې ده، د کارونو دوام او پرمختګ ته په کتو، تمه ده چې د یادې پروژې د هرات ولایت برخه په ټاکلي وخت بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه