د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي چې د یاد وزارت اړوند د هېواد نړیوالو هوايي ډګرونو څخه سعودي عربستان ته د حج کوونکو د لېږد لړۍ رسماً پیل شوې ده.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې پرون جمعه ۶۹۲ کسان په لومړۍ الوتنه کې له کابل نړیوال هوايي ډګر څخه مدینې منورې ته لېږدول شوي دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت همداراز لیکلي چې روان ۱۴۰۵ کال کې به شاوخوا ۳۰ زره حج کوونکي د ۹۶ الوتنو له لارې سعودي عربستان ته ولېږدول شي.
دغه وزارت ډاډ ورکړی چې سږ کال د دوی لخوا د حج کوونکو خوندي، منظم او پر وخت لېږد لپاره ټول اړین تدابیر نیول شوي دي.
تر دې مخکې د اسلامي امارت حج او اوقافو وزارت هم ویلي وو چې سږ کال به د افغانستان څخه ۳۰ زره حاجیان د آریانا افغان او کام ایر هوايي شرکتونو له لارې د هېواد له څلورو هوايي زونونو څخه ۹۶ پروازونو په ترڅ کې سعودي عربستان ته انتقالیږي.
دغه وزارت لیکلي چې لومړي ۱۵ زره به په ۴۶ پروازونو کې له هېواد څخه مستقیماً مدینې منورې او پاتې پنځلس ۱۵ زره نور به جدې ته ولېږدول شي.


