خانهافغانستاند کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال...

د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال اوزبیکستان ته تللی

د ا.ا کورنیو چارو وزارت وايي چې د یاد وزارت د نشه‌يي تو کو پر وړاندې د مبارزې مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان ته سفر کړی دی.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې شیخ عبدالرحمن منیر په سیاسي چارو کې د اوزبیکستان هېواد د جمهور رییس سلاکار، داکټر عبدالعزیز کاملوف په رسمي بلنه د یاد هېواد پلازمېنې سمرقند ته سفر کړی دی.

د سرچینې په وینا چې په دې سفر کې به  د همکاریو په لارو چارو باندې به هر اړخیزه بحثونه وشي.

د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت همداراز لیکلي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پلاوی به خپلې کړنې او لاسته‌راوړنې او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت په راتلونکو برنامو د غونډې ګډونوالو ته معلومات وړاندې کړي او د ګډې همکارۍ د ودې په لارو چارو به هم ارزښتمندې خبرې اترې وشي.

د یادولو ده چې د اسلامي امارت له بیاځلي واکمنېدو وروسته په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو پر هر ډول کاروبار کلک بندیز لګېدلی دی.  

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه