د ایران بهرنیو چارو وزارت امریکا ته د ایران د غنيشویو یورانیمو د لېږد په اړه د «ډونالډ ټرمپ» څرګندونې رد کړې، او دا مواد یې د ایران لپاره «سپېڅلی ارزښت» بللی دی.
د دغه وزارت ویاند، اسماعیل بقايي ویلي چې ایران هېڅکله چمتو نه دی چې خپل غنيشوي یورانیم بل هېواد ته ولېږدوي، او په وینا یې چې دا مواد د دوی لپاره سپېڅلی ارزښت لري.
ښاغلي بقايي همداراز د هرمز تنګي د پرانیستې په اړه ویلي چې هلته یوازې له ایراني ادارو ارزول شوې ملکي کښتۍ د تېرېدو اجازه نه لري.
د ایران بهرنیو چارو وزارت همداراز د امریکا له لوري هر ډول سمندري محاصره له نړیوالو قوانینو خلاف عمل بللی او خبرداری یې ورکړی چې دا اقدام به بېځوابه پاتې نهشي.
اسماعیل بقايي دا څرګندونې وروسته له هغې کړې چې ډونالډ ټرمپ د ایران د غنيشویو یورانیمو د لېږد په اړه له امریکا سره د ایران د هوکړې کېدو ادعا کړې وه.
ټرمپ همداراز ویلي وو چې ښايي نږدې راتلونکې کې له ایران سره جګړه په بشپړه توګه پایته ورسول شي او دواړه هېوادونه به د سولې هوکړه وکړي.


