د میدانوردګو ولایت مقام خبر ورکړی چې د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهاره په لاره د ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان مړه او یو بل ټپي شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې چې دا پېښه تېره شپه د سیداباد ولسوالۍ اړوند په «عزیز کلا» سیمه کې شوې ده.
سرچینې لیکلي چې دا سراچه ډوله موټر د زیات سرعت له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.
مسوولینو د دې پېښې لامل د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
له تېرو پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه زیاتې شوې چې ستر لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بلل کېږي.
بلخوا اسلامي امارت بار بار له چلوونکو غوښتي چې د هر ډول سفر پرمهال احتیاط او د مسافرو ژوند ته پام وکړي.
څه موده مخکې د ترانسپورت او ملکي هوایي چلند وزارت په هېواد کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه په مسافر وړونکو م،ترو کې د جيپياېس الو له نصبېدو خبر ورکړی و.


