نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درېیو میاشتو کې د رېل له لارې له روسیې او بیلاروس څخه افغانستان او مرکزي اسیا ته د تېلو واردات له ۵۰ سلنې څخه زیات شوي دي.
رویټرز د چهارشنبې په ورځ د سوداګرو په حواله راپور ورکړ چې دا زیاتوالی په داسې حال کې راځي چې روسیه له اروپا څخه د انرژۍ جریان بدلوي او د ایران جګړه له منځني ختیځ څخه اکمالات کموي.
راپور کې ویل شوي چې “مرکزي اسیا او افغانستان د کال په لومړۍ ربع کې له روسیې او بیلاروس څخه د ریل له لارې د تېلو واردات له ۵۰ سلنې څخه ډیر کړي دي ځکه چې مسکو له اروپا څخه د انرژۍ جریان بدلوي او د ایران جګړه له منځني ختیځ څخه د تېلو لېږد محدودوي.”
راپور کې ویل شوي چې سیمې ته د تېلو لېږد حجم د جنوري – مارچ په میاشت کې ۳.۳۴۷ میلیون میټریک ټنو ته رسېدلی.
د راپور له مخې، دا سیمه د روسیې د تېلو اصلي صادراتي بازار ګرځېدلی ځکه چې اروپایي اتحادیې د ۲۰۲۳ کال په فبروري کې د روسیې د تیلو محصولاتو باندې بندیزونه ولګول.
د راپور له مخې، په داسې حال کې چې روسیې د جولای تر پایه پورې د ګازو صادرات منع کړي دي، د مرکزي اسیا ډیری هېوادونه چې روسیه ورسره د تېلو رسولو په اړه بین الحکومتي تړونونه لري له دې محدودیتونو څخه معاف دي.


