خانهافغانستانسمنګان کې د ناپېژنده کسانو یو سړی په ډزو وژلی

سمنګان کې د ناپېژنده کسانو یو سړی په ډزو وژلی

د سمنګان مسوولینو ویلي، چې په دغه ولایت کې د فتح‌الله په نوم یو ۳۵ کلن سړی وژل شوی دي.

سمنګان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي د دفتر په وینا، تېره شپه، د فتح‌الله په نوم یو کس، چې د محمد اشرف زوی ۳۵ کلن و، د سمنګان اوسېدونکی و، د لومړۍ امنیتي حوزې په اکبراباد سیمه کې په خپل کور کې د نامعلومو کسانو له خوا د کلاشینکوف په ډزو ووژل شو.

د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، دا کس د کور د ساتنې مسوولیت درلود او د دې پېښې لامل او انګېزه لا نه ده روښانه شوې.

دا هم ویل شوي چې د پېښې ساحه د جنایي جرمونو د مدیریت د څانګې د جرمي تخنیکونو د کارمندانو لخوا څیړل شوې او په دې اړه لومړنۍ پلټنې پیل شوې دي.

د سمنګان د پولیسو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر زیاته کړه چې تر اوسه پورې د دې قضیې په تړاو څوک نه دي نیول شوي، خو د دې پېښې د عاملینو د پېژندلو او نیولو لپاره جدي هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې، د زابل د ا.ا د امنیت قومانداني وايي چې د یوې نهه کلنې نجلۍ جسد چې د دې ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې ډوبه شوې وه، په کندهار ولایت کې موندل شوی دی.

قومانداني ویلي چې دا نجلۍ دوه ورځې وړاندې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې ډوبه شوې وه.

په زابل ولایت کې د ا.ا د امنیت قومانداني ویلي چې د نجلۍ جسد پرون د کندهار په شاه ولیکوټ ولسوالۍ کې موندل شوی دی.

مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه