خانهافغانستاند اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې رسېدلې

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې رسېدلې

بهرنیو چارو وزارت وایي چې د اسلامي امارت له لوري د غزې ولس ته ۵۳۰ ټنه اړینې مرستې د مصر د رفح بندر له لارې ور رسېدلې چې په ۲۲ زره کورنیو به وویشل شي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې د اسلامي امارت رياست الوزراء په حکم دا مرستې مصر ته د اسلامي امارت د لیږل شوي پلاوي په وسیله خریداري او چمتو شوې، د رفح بندر له لارې د فلسطين – غزې ته رسېدلې دي.

سرچینې لیکلي: “دغه مرستې د ۵۳۰ ټنو خوراکي توکو په کچه په ٤٢ لاریو کې د نږدې پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په ارزښت، چې د خوراکي موادو، البسې او نورو اړینو توکو په بڼه چمتو شوې وې، شاوخوا دوه ويشت زرو کورنيو ته به ووېشل شې.“

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د بهرنیو چارو وزارت له اغېزناکو لوريو غواړي چې غزه کې د اوربند د بنسټيز کولو لپاره معنالرونکې هڅې وکړي.

“اسلامي امارت د فلسطين د قضيې په اړه يو ځل بيا خپل اصولي دريځ تکراروي چې د فلسطين قضيه بايد د تاريخي ثابتو واقعیتونو او فلسطيني ولس حقه حقونو په نظر کې نيولو سره حل شي.”

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه