خانهنړۍسرګئي لاوروف د یورانیمو غني‌کول د ایران مشروع حق بللی

سرګئي لاوروف د یورانیمو غني‌کول د ایران مشروع حق بللی

د روسیې بهرنیو چارو وزیر «سرګئي لاوروف» پر لوېدیځ تور پورې کړی چې هغوی پر ایران د خپلو سیاستونو د تپلو هڅه کوي، او همداراز یې د یورانیمو غني‌کول د ایران مشروع حق بللی دی. 

سرګئي لاوروف همداراز د منځني ختیځ کړکېچ پراخه بللی او ویلي یې دي چې دا کړکېچ د ژر حل‌کېدو وړ نه دی. 

نوموړي ټینګار کړی چې مسکو د یورانیمو د غني کولو په اړه د هرې هغې پرېکړې هرکلی کوي چې د ایران قانوني حق پکې خوندي وي.  

د روسیې بهرنیو چارو وزیر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تازه د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ او د هغه مرستیال، جي ډي وینس ویلي چې ښایي په راتلونکو دوو ورځو کې له ایران سره بیاځلي مذاکرات پيل شي.

ټرمپ ټینګار کړی چې له ایران سره جګړه پایته رسېدلې او ادعا یې کړې چې ایران نور د مذاکراتو غوښتونکی دی. 

بلخوا ایراني چارواکو تر دې مخکې بار بار ویلي وو چې دوی جګړه نه غواړي، خو که برید پرې وشي، نو هر ډول ځوابي غبرګون ته بشپړ چمتووالی لري.

په ورته مهال د چین بهرنیو چارو وزارت هم هغه راپورونه رد کړي وو چې ګواکې چین له ایران څخه پوځي ملاتړ کوي.

خامه پرس
خامه پرس
خامه پرس د يو معتبر خبري او تحليلي سرچينه ده، چې د ملي، سيمه‌ييزو او نړيوالو موضوعاتو په اړه راپورونه، مقالې او بې‌طرفه شننې خپروي. هغه مطالب چې د "خامه پرس" تر نوم لاندې خپريږي، د دې رسنۍ د خبري ټيم لخوا چمتو کيږي او د تازه پېښو، سياسي، ټولنيزو او کلتوري تحليلونو څخه عبارت دي. د خامه پرس هدف دا دی چې د خپلو نړيوالو لوستونکو لپاره دقيق، معتبر، بې‌طرف او تازه معلومات وړاندې کړي.
مقالات ذات صلة

پاسخ ترک

لطفا نظر خود را وارد کنید
لطفا نام خود را اینجا وارد کنید

- تجارتی اعلانونه -spot_img

نور خبرونه