د ا.ا معیار او کیفیت اداره وایي چې د کورنیو بازارونو د خوندیتوب او د مصرفوونکو له حقونو د ملاتړ په موخه په اسلامکلا بندر کې د ۲۶ ټن ۷۷۰ کیلوګرامه بېکیفیته ایزوګام د واردېدو مخه نیول شوې ده.
د دې ادارې په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دې ایزوګام له کورنیو معیارونو سره مطابقت نه درلود او له هراړخیزې څېړنې او د کیفیت له دقیق کنټرول وروسته بېرته صادروونکي هېواد ته ورګرځول شوي دي.
د معیار او کیفیت ادارې ټینګار کړی: “د هېواد په ټولو بندرونو کې د کیفیت د تثبیت او کنټرول پروسه په منظمه، شفافه او پرېکنده توګه روانه ده او ټولنې ته د زیان رسوونکو توکو پر وړاندې به هېڅ ډول نرمي ونه کړي.“
یادې ادارې همدراز له ټولو سوداګرو څخه غوښتي چې داخلي معیارونو ته جدي پاملرنه وکړي او د یو باکیفیته او سالم بازار په رامنځته کولو کې خپل دیني او ملي مسوولیت ادا کړي .
د یادولو ده چې د اسلامي امارت د معیار او کیفیت ادارې تر دې مخکې هم په بېلابېلو بندرونو کې بېلابېل بېکیفیته توکي مسترد کړي وو.


