د روزګان امنیې قوماندانۍ ویاند، بلال ارزوګاني خامهپریس ته ویلي چې د دغه ولایت په «دهراوود» ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ دوه ماشومان وژل شوې دي.
د اروزګاني په وینا چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ د دغه ولایت دهراوود ولسوالۍ په کلاچې سیمه کې شوې، چې په وژلشویو کې یو هلک او یوه نجلۍ شامل دي.
د نوموړي په وینا چې له پېښې امنیتي ځواکونه سیمې ور رسېدلي او د دې قضیې په تړاو یې درې کسان نیولي دي.
د روزګان امنیې قوماندانۍ ویاند همداراز ویلي چې نیول شوې کسان د دې کورنۍ ګاونډیان وو، او وروسته به څرګنده شي چې په پېښه کې تر کومې کچې پورې لاس لري.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې ورته خونړۍ پېښې شوې چې ستر لاملونه یې شخصي دښمنۍ بلل کېږي.
بلخوا د اسلامي امارت مسوولینو ټینګار کړی چې د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره هڅې پیل شوې او هېڅوک به پرېنږدي چې په هېواد کې شته امنیت ګډوډ کړي.
د یادولو ده چې په هېواد کې دا ډول پېښې تر ډېره د کورنیو ترمنځ د ناسمپوهاوي پرمهال هم رامنځته کېږي.


