د امریکا د ولسمشر مرستیال، جي ډي وینس وایي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ نازک دوهاوونیز اوربند پرځای دی او ښايي د دواړو هېوادونو ترمنځ بیاځلي مذاکرات په راتلوونکو دوو ورځو کې پيل شي.
نوموړي ویلي د ایران او امریکا ترمنځ ژور اختلافات شته چې په وینا یې له یو لوري نهشي حل کېدای.
جي ډي وینس همداراز ویلي چې ټاکل شوې د تهران او واشنګټن ترمنځ مذاکرات تر راتلونکو دوو ورځو پورې په «اسلاماباد» کې بیاځلي پیل شي.
تر دې مخې د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم ویلي وو چې ښايي د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات له سره پیل شي.
ټرمپ د تېرو مذاکراتو له بېپایلېکېدو وروسته ایران ته خبرداری ورکړی و او د هرمز تنګي د محاصرې خبره یې کړې وه، خو نوموړي اوس بیا له ایران سره د مذاکراتو د پيلېدو خبره کړې ده.
بلخوا د فرانسې په ګډون د یو شمېر هېوادونو مشرانو هم په منځني ختیځ کې د جګړې پر بېرته درېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د جګړې ښکېلې باید اوسني اوربند ته ژمن پاتې شي.


