د خوست مسوولین وایي، د یاد د نرخونو کنترول او احتکار مخنیوي کمېسیون هلته د غلېپلورنې شپږ دوکانونه تړلي دي.
د دغه ولایت د والي ویاند، مستغفر ګربز په اېکس لیکلي چې دا دوکانونه د وزن د کموالي له امله تړل شوي، او په وینا یې چې د دوی د غلې وزن له ټاکلي معیار څخه کم ثابت شوی دی.
سرچینې لیکلي، یاد کمېسیون دوکاندارانو ته سپارښتنه کړې چې له ټاکلو اصولو سره سم وزن مراعات کړي، ګېني له سخت قانوني چلند سره به مخ شي.
تر دې مخکې په خوست ولایت کې یو شمېر اوسېدونکو له پلورونکو څخه ورته شکایتونه درلودل او له مسوولینو غوښتي وو چې په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي.
بلخوا د اسلامي امارت بېلابېلو ادارو له سوداګرو او پلورونکو غوښتي چې له احتکار او د کمکیفیته توکو له پلورلو ډډه وکړي.
په وروستیو کې د روغتیا وزارت او ښاروالیو له لوري په بېلابېلو ولایتونو کې له پلورنځیو څخه د نظارت راپورونه هم ورکړل شوي چې پرمهال یې سلګونه ټنه بېکیفیته او له نېټې تېر توکي راټول او همداراز سلګونه هټۍ د غیرقانوني کړنو له امله تړل شوې دي.


